1393ټاكنې
د ټاکنیزو سمونونو د کمیسیون مشر به ژر کار پیل کړي
اجراییه ریاست وایي، د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون ته د رییس د ټاکلو په سر د ولسمشر او اجرایي رییس تر منځ اختلافات پای ته رسیدلي دي.
د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال ـ آصف آشنا له آریانا نیوز سره په خبرو کې وویل؛ ژر به ولسمشر د ټاکنیزو سمونونو د کمیسیون مشر اعلان او په دې سره به د دغه کمیسیون غړي خپل کارونه پیل کړي.
“په تاکنیز نظام کې د سمونونو د کمیسیون د مشرتابه له پاره د یو کس پر سر چې په انتخابي مسایلو باندې یو پوه کس، پرېکړه شوې او ډير ژر به خپل کار پیل کړي.”
د سیاسي هوکړه لیک له مخې، له ټاکنو مخکې باید ټاکنیز نظام اصلاح شي.
دا خبره په همدې سیاسي هوکړه لیک کې چې د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو مخکې لاسلیک شو، شوې ده.
د حکومت یوه با خبره او کره سرچینه د خپل نوم د نه ښودو په شرط آریانا نیوز ته وایي چې لا هم ولسمشر او اجرایي رییس د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د راپور ورکولو پر څرنګوالي ویشلي دي.
په سیاسي هوکړه لیک کې راغلي چې کمیسیون په مستقیم ډول اجرایي رییس ته راپور ورکوي، او باید دغه ریاست د ټاکنییزو اصلاحاتو کمیسیون ته د کار کولو زمینه برابره کړي.
مخکې له دې ولسمشر د یوه فرمان په صادرولو سره د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د رییسې په توګه د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ منصوب کړې وه، خو اجراییه ریاست یې دغه پریکړه ونه منله.
اوس سرچینې وایی، دواړو مشرانو اوس دغه کمیسیون ته د نوي رییس په توګه د ټاکنو د څار بنسټ د رییس جانداد سپین غر له ټاکلو سره هوکړه کړې ده.
خبریال: نصرت پارسا