1393ټاكنې

د ټاکنیزو سمونونو کمیسیون سمبولیک نه دی – بارکزۍ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنیزو اصلاحاتو د ځانګړي کمیسیون رییسهشکریه بارکزۍ ټینګار کوي چې دغه کمیسیون سمبولیک نه دی او هیڅکله به د سمونونو د راوستو لپاره سلیقه یي او شخصي کار ونه کړي.

آغلې بارکزۍ وایي، د پنځلسو ورځو په تېرېدو سره دغه کمیسیون یوه لومړنۍ ناسته درلوده.

نوموړې وایي، وړاندیزونه یې باید عملي شي.

بلخوا حکومت ته یوه نږدې سرچینه وایي، د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون په اړه د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ هوکړه کې د دغه کمیسیون د غړې په توګه د شکرې بارکزۍ مساله نه ده مطرح شوې.

د ټاکنیز نظام د اصلاح د کمیسیون رییسه وایي، د تاکنیز سیستم اصلاح د افرادو په غوښتنه نه کیږي او دغه کمیسیون هم سمبولیک نه دی. خو د حکومت مشرانو ته یوه نږدې سرچینه وایي، د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ په دې اړه شوې هوکړه کې د شکریې بارکزۍ په اړه خبرې نه دي شوي.

خو د ټاکنو ځینې څارونکي بنسټونه د ټاکنیز نظام د اصلاح د رییسې پر سر د ولسمشر او اجراییه رییس د نظر اختلاف او د پردې تر شا معاملو سخت اندیښمن کړي دي.

دوی په دې اند دي چې د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره سیاسي اراده نشته او باید د ټاکنیز نظام د اصلاح له ځانګړي کمیسیون نه د ټاکنیز نظام او بنسټونو د اصلاح په برخه کې زیاته تمه ونه شي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ رییسنعیم ایوب زاده:
په دا شان یو حالت کې چې ناندرۍ او ختلافات ډير زیات دي؛ ډیره ستونزمنه به وي چې هغه څه چې ملت هیله لري ورته ورسیږي او په سمونونو باندې شاید او باید کار وشي چې ټاکنیز نظام ورته اړتیا لري.

د قانون له مخې، د پارلماني ټاکنو تر سره کېدو ته له یوې میاشتې کمه موده پاتې ده؛ خو د ولسمشر دوهم مرستیال وایي، ټاکنې به تر راتلونکي کال تر سره نه شي؛ کوم ځنډ چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې د قانون خلاف او یوه اړخیزه پریکړه بولي.

خبریال: فرید ناصري

 


Trending

Exit mobile version