تازه خبرونه

د ټاکنیزو ډلو د څارونکو تر منځ د نظر اختلاف د دې سبب شو، چې یو تن ټپي شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د ټاکنیزو ډلو د څارونکو تر منځ د نظر اختلاف د دې سبب شو، چې یو تن ټپي شي.
د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله نړیوال څارونکي له سیال ټیم څخه په پلوي تورنوي او د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې څارونکي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اشرف غني احمدزي ټیم پر ملاتړ تورن کړ.
د رایو د تفتیش په پروسه کې کړکېچ عادي حالت بل ډول کړ.
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزې ډلې غړی ګلاب منګل د نړیوالو څارونکو په بې طرفي هم شک لري.
خو د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی ظاهر اغبر وایي، چې باید دا کړکېچونه دومره ستر ونه ښودل شي.
همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور دا عمل د نه منلو وړ بولي او وایي، چې باید دا ډول پېښه بیا تکرار نه شي.
نوموړی همدارنګه وایي، ټولې رای پاڼې او ټاکنیز اساس مواد مرکزي دفتر ته رسېدلي، او دوی د رایو د باطلولو لپاره کمپیوټري سیستم جوړ کړی، چې ژر به په کار پېل وکړي.
د چهارشنبې په ورځ ۱۰۴۴ نړیوال او ملي مشاهدین او د ټاکنیزو ډلو څارونکي په دوو سوو کاري ډلو کې په دوو کاري وختونو کې د رایو د تفتیش د پروسې څارنه کوله او تر اوسه ۳۴۴۸ صندوقونه تفتیش شوي دي.

Trending

Exit mobile version