1393ټاكنې

د ټاکنیزو کمیسیونونو اوسنی تشکیل د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی- معنوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی رییس وایي چې د ملي یووالي حکومت په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د اصلاحاتو د را منځته کولو لپاره سیاسي اراده نه لري.

ښاغلی معنوي وایي، که د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په تشکیلاتي جوړښت او کدرونو کې ژر بنسټیز بدلونونه رانه شي، په هېواد کې به د ټاکنو بهیر له سترو ننګونو سره مخامخ شي.

په همدې حال کې د افغانستان د دموکراسي د څار بنسټ رییس د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې ژر تر ژره د اصلاحاتو په را منځته کولو ټنیګار کوي.

فضل احمد معنوي له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل؛ حکومت چې کومې ژمنې د ټاکنیزو کمیسیونونو د اصلاح لپاره کړې وې، تر اوسه نه یې نه دي عملي کړي او په دې برخه کې حتی لومړني ګامونه هم نه دي پورته شوي.

ښاغلی معنوي وایي، تر اوسه پورې په دې برخه کې د ننګونو د له منځه وړلو لپاره د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ واحد نظر نشته او که وضعیت په همدې توګه دوام وکړي، د هېواد ټاکنې به د افغانستان خلکو ته هیڅ مشروعیت ونه لري.

ښاغلی معنوي زیاتوي چې ټاکنیز کمیسیونونه ژر بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري او د ټاکنیزو کمیسیونونو اوسنی وضعیت او تشکیلات د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي.

په همدي حال کې د افغانستان د دموکراسي د څار بنسټ رییس ذکریا بارکزی د ټاکنیزو کمیسیونونو وضعیت زیات د اندیښنې وړ بولي او وایي، چې ژر باید په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د اصلاحاتو لپاره د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې څو ځله د ټاکنو د څار بنسټونو له حکومت غوښتي و چې په ټاکنیزو بنسټونو کې د سمونونو لپاره د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون جوړ کړي، کومه غوښتنه چې تر اوسه نه ده ځواب شوې او لا معلومه نه ده چې د ملي یووالي حکومت به په دې برخه کې څه وخت ګام پورته کوي.

کزارش از: رفیع صدیقی

Trending

Exit mobile version