تازه خبرونه

د ټاکنیز بهیر مدیریت باید د ټاکنیزو بنسټونو په غاړه وي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت کمېټه وایي، چې د قانوني او مشروع بنسټونو په توګه باید د ټاکنیز بهیر مدیریت د ټاکنیزو بنسټونو په غاړه وي.
دا کمیټه همدا راز غواړي چې راتلونکی حکومت باید د خلکو د رایو پر بنسټ جوړ شي نه د ائتلافي حکومت په رامنځته کېدو سره.
په یوه غونډه کې، چې د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت کمېټې غړي راټول شوي وو او د ټاکنیز کړکېچ د حل لپاره یی ځینې وړاندیزونه درلودل.
د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت کمېټې مسئوله عالمه عالمي له نوماندانو غواړي، چې ټاکنیزې ستونزې له قانوني او دموکراتیکو لارو حل کړي څو هېواد د کړکېچ لورته لاړ نه شي.
دا کمېټه له نوماندانو غواړي، چې په خپلو هغو ژمنو عمل وکړي، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو پرېکړو ته به غاړه ږدي.
دا کمېټه له ټاکنیزو کمیسیونونوغواړي، چې د شفافیت د تضمین لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي او په خپل وخت لومړنۍ پایلې اعلام کړي.
له دې سره جوخت د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت د کمېټې غړې زهرا سپهر وایي، د خلکو د رایو پر بڼست حکومت قانوني او د دوی لپاره د منلو وړ دی.
د ښځو د سیاسي مشارکت کمېټه همداشان له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان د ټاکنو پر بهیر څارنه وکړي او د پرتو ستونزو د حل لپاره رول ولوبوي.

Trending

Exit mobile version