1393ټاكنې
د ټاکنیز نظام د سمون دویم پړاو به ډير ژر بشپړ شي
د ولسمشرۍ ویاند وايي چې د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره تر دوه ځلې غور او بحث وروسته به د ټاکنو د اصلاح کمیسیون جوړ او په کار به پیل وکړي.
د هغه په وینا د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره د سیاسي اجماع په هکله بحث او سلا مشورې پای ته رسیدلي او دویم پړاو به هم ډير ژر بشپړ شي.
د ولسمشرۍ ویاند اجمل عبید عابدي اریانا نیوز ته وویل چې د ولسمشر د دویم مرستیال لخوا د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره نظریاتو او سپارښتونو د راټولولو وروسته به کمیسیون جوړ شي او په اصلاحاتو به پیل وکړي.
له بلې خوا ملګري ملتونه د ملي یوالي له حکومت رهبرانو، ولسمشر او اجرايي رییس دواړو څخه غواړي چې ټاکنیز نظامم اصلاح کړي او په ټآکنو کې د درغلیو مخنیوي وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی نیکولاس هایسم:
په ټاکنیز نظام کې اصلاحات د ملي یوالي د حکومت د رهبرانو د سیاسي توافق یوه برخه ده او دا یوه لازمه خبره ده. مونږ په تمه یو چې دا ژمنې عملي شي چې په راتلونکو ټاکنو کې د درغلیو مخنیوي وشي. مونږ له افغان دولت سره ژمن یو او په ټاکنو کې به ور سره همکاري وکړو.
د ملي یوالي د حکومت د رهبرانو تر منځ د سیاسي توافق له مخې په ټاکنیز نظام کې اصلاحات به د اجرايی رییس تر نظر لاندې راوستل کیږي. ولیدل شي چې دغه اصلاحات څه وخت او څه ډول را منځته کیږي.