سوداگري
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي ازبکستان هېواد ته ولاړ
(Last Updated On: مرغومی ۶, ۱۴۰۲)
نن سېشنبه ( د مرغومي ۵ ) د ټرانسپورټ وزارت چارسمبالي حمیدالله اخوندزاده او ورسره مل پلاوي ازبکستان هېواد ته سفر وکړ.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې سفر کې به یاد پلاوي د ازبکستان هېواد د ټرانسپورټ له وزیر او د هوایي چلند له مسوولینو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانسپورټي چارو پر پراختيا بحث او خبرې وکړي.
ویل کیږي، چې څه وخت مخکې د ازبکستان د ټرانسپورټ وزير او اړوند چارواکي هم افغانستان ته راغلي وه او د ځمکني ټرانسپورټ اړوند پر دوه اړخيزو همکاريو بحث او خبرې شوې وې.