تازه خبرونه

د ټرایکا بله غونډه به په کابل کې جوړه شي – کابلوف

Published

on

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د ترویکا غړیو هېوادونو (روسیه، امریکا، چین او پاکستان) غونډه به د فبرورۍ میاشتې تر پایه په کابل کې جوړه شي.

ضمیر کابلوف د دوشنبې پر ورځ د روسیې تاس خبري آژانس ته څرګنده کړې، چې د پراختیا موندونکې ترویکا غړي هېوادونه د خپلې راتلونکې غونډې پر نېټه ټاکلو کار کوي.

دغه روسي ډيپلوماټ زياته کړې، چې روسيه به د ترویکا ناسته د کابل پر کوربتوب د افغان خپلمنځي سولې بهیر پر بشپړولو او د افغانستان بيارغونې ته د نړيوالې ټولنې پر بیا راګرزولو راوڅرخوي.

د افغانستان په اړه د ټرویکا څو پړاوونه په اسلام آباد او مسکو کې ترسره شوي دي.

د دې ډلې وروستۍ غونډه د لړم پر شلمه نېټه په پاکستان کې جوړه شوې وه. هغه وخت د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د چارسمبالي اميرخان متقي پر مشرۍ يوه پلاوي هم اسلام آباد ته سفر کړى و او د ترویکا له غړیو هېوادونو سره یې هم لیدلي وه.

Trending

Exit mobile version