نړۍ
د ټرمپ حماس ته د وروستي خبرداري تر څنګ د غزې د بېړنۍ هوکړې په اړه هم ژمنه وکړه
د امریکا ولسمشر ټروټ پاڼه کې لیکلي:”اسرائیلو زما شرایط منلي دي؛ اوس د حماس وخت رارسېدلی، چې دوی یې هم ومني. ما حماس ته د نه منلو له پایلو خبرداری ورکړی دی. دا زما وروستۍ خبرداری دی؛ بل خبرداری به نه وي.”
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته وروستۍ خبرداری ورکړی او له دې غورځنګ څخه یې غوښتي، چې د اوربند تړون ومني.
د امریکا ولسمشر ټروټ پاڼه کې لیکلي:”اسرائیلو زما شرایط منلي دي؛ اوس د حماس وخت رارسېدلی، چې دوی یې هم ومني. ما حماس ته د نه منلو له پایلو خبرداری ورکړی دی. دا زما وروستۍ خبرداری دی؛ بل خبرداری به نه وي.”
ټرمپ هیله ښودلې؛ ټول ۴۸ یرغمل شوي کسان، چې اوس هم د حماس په بند کې دي؛ د ډیپلوماسۍ له لارې خوشې شي. هغه زیاته کړې؛ “زه فکر کوم، چې مونږ به ټول بېرته راستانه کړو.”
ټرمپ ومنله؛ شونې ده، چې ځینې یرغمل شوي کسان د ژغورلو مخکې مړه شوي وي او په داسې پېښو کې به امریکا د قربانیانو د جسدونو د بېرته ستنېدا غوښتنه وکړي.
د ټرمپ ادعاوې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې حماس د اګست په میاشت کې د اوربند پخوانی وړاندیز ومانه؛ خو اسرائیل په پرلهپسې ډول د نويو شرایطو له وړاندیز کولو سره خبرې اترې بندې کړې دي.
اکسیوس د دوه سرچینو پر حواله، چې له دې موضوع سره بلد دي؛ راپور ورکړی، چې د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیف ویټکاف تېره اوونۍ د یوه اسرائیلي هڅان(فعال) له لارې حماس ته د غزې د اوربند لپاره یو نوی وړاندیز واستاوه.
د راپورونو له مخې؛ د امریکا په نوي وړاندیز کې د غزې د جګړې د پای ته رسېدو په بدل کې د ټولو پاتې بندیانو خوشې کول شامل دي.
د اکسیوس د څرګندونو له مخې؛ فلسطیني- امریکایي سوداګر بشاره بحبه د ویټکاف پیغام د منځګړي په توګه حماس ته ورساوه.
تېره شپه حماس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی اوس هم د منځګړو لخوا د مخکني اوربند وړاندیز ته ژمن دي، چې دوی ورسره هوکړه کړې وه.
په ورته وخت کې حماس نوي پلانونه رد نکړل او په خپلو اصلي دریځونو یې ټینګار وکړ؛ دوی له هر هغه وړاندیز هرکلی کوي، چې د دایمي اوربند او د غزې له تړانګې څخه د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتلو لامل کیږي.