تازه خبرونه
د ټرمپ حکومت د امریکا غږ کارکوونکي جبري رخصتۍ ته اړ کړل
د امریکا غږ اجرائیوي رییس مایکل ابرامویټز ویلي: نږدې ټول کارمندان یې، چې ۱۳۰۰ خبریالان، پروډیوسران او مرستیالان دي؛ اداري رخصتۍ ته لېږلي شوي، چې ورسره د نږدې ۵۰ ژبو خپرونې هم ودرېدې.
د امریکا حکومت د ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي فرمان پر بنسټ د امریکا غږ په ګډون د خپلو رسنیو کارمندان تر بلې خبرتیا پورې له معاشه برخمنې جبري رخصتۍ ته واستول.
د امریکا غږ اجرائیوي رییس مایکل ابرامویټز ویلي: نږدې ټول کارمندان یې، چې ۱۳۰۰ خبریالان، پروډیوسران او مرستیالان دي؛ اداري رخصتۍ ته لېږلي شوي، چې ورسره د نږدې ۵۰ ژبو خپرونې هم ودرېدې.
د امریکا د نړیوالو رسنیو ټولنې لوړ پوړي سلاکار کري لیک د کب پر پېنځلسمه د شنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې د فډرالي بیوروکراسۍ د کمولو په اړه د ټرمپ اجرائیوي فرمان بیا خپور کړ او څرګندوي، چې د امریکا نړیوالو رسنیو ټولنه او ورسره تړلې د امریکا غږ او د کیوبا نشراتي دفتر په دې فرمان کې شامل دي.
هغه د دې رسنیو له کارمندانو وغوښتل، چې “د نورو معلوماتو لپاره دې خپل برښنالیکونه وګوري.”
د امریکا د نړیوالې رسنۍ ټولنې د امریکا غږ کارمندانو ته د لېږل شوي برښنالیک له مخې، د دې ټولنې د بشري سرچینو څانګې څرګنده کړې، چې د دې بنسټ کارمندان “له بشپړ معاش او ګټو سره اداري رخصتۍ” ته استول شوي دي.
په برښنالیک کې راغلي؛ هغه کارمندان، چې په دې موده کې اداري رخصتۍ شوي؛ باید د امریکا د نړیوالو رسنیو ټولنې ودانۍ ته له ننوتو، سیسټمونو ته له لاسرسي ډډه وکړي او هم د خپل چارسمبالي( سرپرست) له مخکینۍ اجازې پرته په ټولنه کې خپل مقام او واک ونه کاروي.
له کارمندانو څخه دا هم وغوښتل شول، چې د رخصتۍ پر مهال هر ډول کیلۍ یا نورې رسمي دولتي شتمنۍ لکه اسناد، ریکارډونه، برښنایي وسایل، ټیلیفونونه او نور تجهیزات دې وسپاري.
د امریکا د رسنیو نړیواله ټولنې له خپلو کارمندانو غوښتي، چې باید د لاسرسي وړ وي؛ ځکه شونې ده، چې د ټولنې چارواکي ورسره اړیکه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د فبرورۍ په لومړیو کې ایلان ماسک په ایکس شبکه کې لیکلي وه، چې د امریکا غږ باید رخصت شي.
