ساینس او ټیکنالوژي
د ټرمپ د ټولنیزو شبکو ایپلیکشن په ابل اپ سټور کې خپور شو
د ډونلډ ټرمپ د ټولنیزې شبکې نوی اپلیکیشن، چې “Truth Social” نومیږي نن (دوشنبه د کب ۲) د اپل اپ سټور کې خپور شو.
ډونالډ ټرمپ څه باندې یو کال مخکې له مشهورو ټولنیزو رسنیو څخه د اختلافي اندونو د څرګندولو له کبله بې برخې پاتې و.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ Truth Social اپلیکیشن نن سهار شاوخوا ۸ بجې په اپل اپ سټور کې د لاسرسي وړ شو.
هغو کارونکيو، چې مخکې یې په اپلیکیشن کې نوملیکنه کړې؛ په اوتومات بڼه دا اپلیکیشن تر لاسه کولی شي.
که څه هم ډېر لیوال بریالي شوي ندي، چې په لومړیو ګړیو کې دې پروګرام ته نوملیکنه وکړي.
اړوند اپلیکیشن دوی ته خبر ورکړی، چې د غوښتنو د ډېروالي له کبله په بله نوملیکنه کې نیول شوي دي.
د ټرمپ د رسنیو او ټکنالوژۍ ډله، چې دا پروګرام یې تر څارنې لاندې دی؛ تر اوسه یې د دې ستونزې په اړه غبرګون ندی ښودلی.