ساینس او ​​ټیکنالوژي

د ټولنیزو شبکو د بندیدو لامل په سیسټم کې تېروتنه وه ـ فیسبوک

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۳, ۱۴۰۰)

فیسبوک شرکت نن (سې شنبه د تلې ۱۳) په ډاګه کړې، چې د روټر سیسټم د تنظیماتو په بدلولو کې تېروتنې د شرکت ۳ اعشاریه ۵ میلیارډ کاروونکي د ۶ ګړیو لپاره له رسنیزو ستونزو سره مخ کړي وه.

د رویټرز د څرګندونو له مخې دې شرکت له خپلو کاروونکیو څخه د بښنې تر څنګ په ډاګه کړې، چې زموږ د انجنیرۍ ډلو موندلې، چې په روټرونو کې د ترتیباتو بدلول زمونږ شبکې ته یاده ستونزه رامنځته کړې وه.

دغه راز ویل شوي: زمونږ خدمات اوس بیا پیل شوي او هڅه کوو، چې همغږي مو خپل عادي حالت ته بېرته راوګرزوو. مونږ داسې شواهد هم نلرو، چې د رامنځته شوې ستونزې په پایله کې مو کاروونکيو ته څه زیان اوښتی وي.

تېره ورځ ناڅاپه فیسبوک، واټس اپ او انسټاګرام د ۶ ګړیو لپاره له لاسرسي ووت. د دغو درې واړو مشري د فیسبوک پر غاړه ده.

داسې راپورونه هم ورکړ شوي، چې د فیسبوک اجرائیوي مشر مارک زاکربرګ ۷ میلیارډ ډالر او د یونیم میلیارډ په شمېر کاروونکي له لاسه ورکړي دي.

فیسبوک د پیغام رسولو، ژوندۍ خپرونې، مجازی حقیقت او ډېرو نورو ډیجیټلي خدماتو لپاره لوی وړاندې کوونکی ګرزېدلی دی.

په ټوله نړۍ کې ۳ اعشاریه ۵ میلیارډ خلک فیسبوک، انسټاګرام، میسنجر او واټس اپ له لارې له ملګرو او کورنیو سره نښلوي، سیاسي پیغامونه شریکوي او د اعلاناتو او معلوماتو له لارې خپله سوداګري روانه ساتي.

فیسبوک لومړنۍ ټولنیزه شبکه ده، چې له یو میلیارډ ډېر کاروونکي لري او دا مهال له ۲ میلیارډ و ۸۵۰  څخه ډېر میاشتني فعال کاروونکي لري.

دا شرکت همدا اوس د ټولنیزو رسنیو څلور لوی دفترونه لري، چې هر یو یې له یو میلیارډ ډېر میاشتني فعال کاروونکي لري.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د کابل پر وخت د شپې شاوخوا ۹:۳۰ دغو شبکو ته لاسرسی ناشونی شو، چې بیا ۶ ګړۍ وروسته بېرته فعال شول.

Trending

Exit mobile version