تازه خبرونه

د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو پرته به په کنفرانسونو کې ګډون ونکړو- طالبان

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۵, ۱۴۰۰)

طالبانو ویلي، چې دوی به د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو پرته په هیڅ یو کنفرانس کې هم ګډون ونکړي.

له افغانستان څخه د روان زېږدیز کال د سپتمبر پر ۱۱ د امریکایي سرتېرو د ایستلو د پرېکړې له راپورونو وروسته طالب ویاند محمد نعیم څرګنده کړې: تر هغې، چې ټول بهرني سرتېري له هېواده وتلي نه وي؛ طالبان به د افغانستان په اړه د پرېکړې په کومه ناسته کې برخه وانخلي.

هغه زیاته کړې: اسلامي امارت خپلې چارې د اسلام د سپېڅلي دین له لارښوونو سره سمې ترسره کوي، د مشورې د پایلې پربنسټ به پرېکړه کیږي.

د سې شنبې پر ورځ د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي واشنګټن پوسټ ته څرګنده کړې، چې ټول امریکایي سرتېري به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱ ووځي.

سرچینې د باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د امریکا ولسمشر جو بایډن به په راتلونکیو میاشتو کې ټول هغه امریکایي سرتېري له افغانستان څخه وباسي، چې د سپټمبر له یوولسمې نېټې له برید وروسته دې هېواد ته راغلي دي.

Trending

Exit mobile version