تازه خبرونه

د ټولو چک لستونو له جمع بندۍ وروسته به د ټاکنو پایلې اعلان شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وایي، ټولې رایې سیستم ته دننه شوي؛ خو یوازې دهغو پایلو پاڼې یا چک لستونه پاتې دي، چې باید ټاکنیز شکایتونو کمیسیون ورباندې پرېکړه وکړي، چې یاد کمیسیون یې په سیتم کې داخل او جمع بندي کړی او وروستۍ پایلې هم اعلام شي.

شریف الله ویاند رپوت راکوي، چې د ټاکنوخپلواک کمیسیون وایي؛ توانیدلي یو، چې نږدې ټول چک لستونه په سیستم کې دننه او پروسس شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د معلوماتي ټکنالوژۍ مشر ابراهیم سادات وایي:

یوازې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وروستۍ پرېکړې ته په تمه يو، چې له هغې وروسته د ټاکنو تخنیکی بهیر پای ته ورسیږي او پایلې اعلان شي.

ښاغلی سادات وایي؛ کله، چې پاتې چک لستونه یا د پایلو پانې په سیتم کې دننه شي دا امکان شته، چې د نوماندانو رایې لږ اوډېرې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پنجشنبې په ورځ وویل، چې ټاکل شوې د روانې اوونۍ په بهیر کې وروستۍ پایلې اعلام شي.

Trending

Exit mobile version