تازه خبرونه

د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستیال پر مشرۍ یو پلاوي ترکیې ته سفر وکړ

ټولګټو چارو وزارت ویلي؛ په دې غونډه کې د دې ټولنې د کلني راپور له وړاندې کولو وروسته د سیمه ییزو هیوادونو د ریلي او ټرانسپورټي اسانتیاوو پراخولو، د پانګونو راجلبولو د وروستیو لاسته راړونو او فعالیتونو په اړه خبرې اترې وشي.

Published

on

د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحق صاحب‌زاده پر مشرۍ یو تخنیکي پلاوي د ترکیې هیواد په رسمی بلنه د UIC ټولنې په څلوردېرشمه سیمه‌ییزه غونډه کې د ګډون لپاره پرون ماښام ترکیې هېواد ته سفر وکړ.

ټولګټو چارو وزارت ویلي؛ په دې غونډه کې د دې ټولنې د کلني راپور له وړاندې کولو وروسته د سیمه ییزو هیوادونو د ریلي او ټرانسپورټي اسانتیاوو پراخولو، د پانګونو راجلبولو د وروستیو لاسته راړونو او فعالیتونو په اړه خبرې اترې وشي.

دغه راز د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال به د دې غونډې په بهیر کې د هېواد د تر کار لاندې ريلي پروژو، وروستيو فعاليتونو او لاسته راوړنو، سيمه‌ييز ريلي اتصال، پرمختګونو او راتلونکیو پلانونو په تړاو معلومات وړاندې کړي.

ویل کیږي، چې UIC د اوسپنې پټلۍ د پراختيا، ټرانسپورټي او ريلي ترويج په برخه کې يوه نړيواله ټولنه ده، چې افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې د يادې ټولنې غړيتوب ترلاسه کړی دی.

Trending

Exit mobile version