تازه خبرونه

د ټولګټو چارو وزارت چارسمبالي له قزاقستاني سفیر سره وکتل

په دې کتنه کې د ټولګټو وزارت چارسمبالي ویلي، چې قزاقستان د افغانستان له مهمو اقتصادي او سوداګریزو شریکانو څخه دی.

Published

on

د ټولګټو وزارت چارسمبالي محمد عیسی ثاني په کابل کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یاسین ګیلدییف سره وکتل.

په دې کتنه کې د ټولګټو وزارت چارسمبالي ویلي، چې قزاقستان د افغانستان له مهمو اقتصادي او سوداګریزو شریکانو څخه دی.

دغه راز دواړو لوریو د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ په ځانګړي توګه د خواف – هرات د اوسپنې‌پټلۍ د لومړۍ برخې د څلورمې قطعې په اړه، چې ۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري؛ بشپړې خبرې وکړې.

د قزاقستان سفیر ویلي؛ قزاقستاني شرکتونه چمتو دي، چې د افغانستان په بېخبنایي پروژو کې پانګونه وکړي.

د ټولګټو چارو وزارت چارسمبالي د قزاقستان سفیر ته ډاډ ورکړ، چې اوس په افغانستان کې امنیت په بشپړه توګه خوندي دی او د پانګونې لپاره ښه فرصتونه شته. له همدې کبله، قزاق سوداګر او شرکتونه کولی شي له دې فرصت څخه د پانګونې لپاره ګټه پورت کړي.

Trending

Exit mobile version