تازه خبرونه

د ټولګډونه حکومت جوړولو هیلې بې بنسټه دي

Published

on

اسلامي امارت په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د هېوادونو هیلې او غوښتنې بې بنسټه ګڼي او ټینګار کوي، چې د دا ډول غوښتنو راپورته کول به کومه پایله ونلري.

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې د ټولګډونه حکومت بحث د افغانستان کورنۍ موضوع ده او نور هېوادونه په دې اړه د لسوهنو حق نلري.

 دا په داسې حال کې ده، چې د چین او پاکستان مشرانو اوړمه ورځ په بیجینګ کې له خپلو خبرو  وروسته په یوه ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه هغه موضوع ده،  چې په تېرو درې کلونو کې څو ځله د سیمې او نړۍ د هېوادونو له‌خوا له اسلامي امارت سره د تعامل د شرط په توګه مطرح شوې ده.

 په دې وروستیو کې د ایران او روسیې چارواکو هم له اسلامي امارت غوښتي، چې دغه ژمنه پوره کړي او په افغانستان کې یو ټولګډونه حکومت رامنځته کړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د جمعې پر ورځ په بیجینګ کې له لیدنې وروسته په یوه ګډه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه او له اسلامي امارت یې هم وغوښتل چې منځ‌لاری سیاست غوره کړي .

اسلامي امارت اوسنی حکومت په هره برخه کې د ټولو حکومت ګڼي او ټینګار کوي، چې هېوادونه د ټولګډونه تعریف نلري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا هم  د ټولګډونه حکومت موضوع  د افغانستان کورنۍ  مسله ګڼي او له هېوادونو غواړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

د ټولګډونه حکومت پر رامنځته کولو سربېره له ترهګرو ډلو سره مبارزه او اړیکې پرې کول، د بشری حقونو په تېره بیا د ښځو او توکمي اقلیتونو د حقونو خوندي کول او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې اړین شرطونه دي.

اسلامي امارت وايي، چې د نړیوالې ټولنې ټول شرطونه یې پرځای کړي؛ خو نړۍ د رسمیت پېژندنې په اړه بهانې جوړوي.

Trending

Exit mobile version