تازه خبرونه
د ټولګډونه حکومت پر جوړښت خبرې روانې دي – طالبان
د طالبانو د رهبرۍ غړي خلیل الرحمان حقاني ویلي، چې د ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د سیاسي او نظامي ډلو د یو ځای کولو هڅې روانې دي.
طالبان له پنجشېر پرته د افغانستان پر ټوله خاوره واکمن دي او پلازمېنې کابل ته له څه باندې یوې اوونۍ راپدیخو ننوتي؛ خو نوی حکومت یې نه دی جوړ کړي.
د طالبانو د رهبرۍ غړی خلیل الرحمان حقاني په دې څو ورځو کې د یو شمېر سیاستوالو کورونو ته ورغلی او له هغوی یې غوښتي، چې د حکومت د جوړښت لپاره له دوی سره بیعت او اطاعت وکړي.
د طالبانو د رهبرۍ غړی خلیل الرحمان حقاني وایي: مونږ ټول سیاسي او پوځي ګوندونه یووالي ته راټولوو، چې سره ګد کار تر سره؛ غوره افغانستان جوړ او ترې ساتنه وکړو.
سیاستوالو ويلي، چې طالبان د نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته نشي کولی نوی حکومت جوړ او دوام ورکړي.
سیاستوال حشمت غني احمدزي ویلي؛ طالبان پوهیږي، چې سوله څرنګه راولي؛ خو کله، چې د مالي اړتیاوو او کدرونو خبرې کیږي بیا، نو په دې برخه کې له نیمګړتیاوو سره مخ کیږي.
کارپوهانو ويلي، چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړیدو اړتیا ډېره ده او په دې برخه کې ځنډ ستونزې ډېرولی شي.
حقوقپوه عبدالسبحان مصباح ويلي، چې د هېواد اقتصادي بهیر د درولو د مخنیوي لپاره طالبان او سیاستوال باید پرټولګډونه حکومت سلا وکړي.
کابل ته د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د پلاوي له رارسېدو سره سم بهرنیو رسنیو څرګنده کړه، چې طالبان به په لنډ وخت کې د نوي حکومت جوړښت اعلان کړي.