سیمه ییز خبرونه
د ټول هېواد ديني علماء دې د سولې په راوستو كې ټكې هڅې وكړي
د بلخ د علماوو شورا په يوه غونډه ترڅ كې له ټولو عالماوو وغوښتل، چې د سولې په رامنځته كولو كې برخه واخلي.
دوى په اسلام كې ځانمرگو بريدونو د حراموالي په اړه د سعودې عربستان او مصر د لويو عالماوو له فتواوو ملاتړ وكړ او له افغان دولت څخه غواړي، چې خپلې نيمگړتياوې پوره او هېواد په سمه توگه رهبري كړي.
د بلخ د عالماوو شورا وايي، چې:
سوله د افغانستان د خلكو يوه جدي اړتيا ده، چې وسمهال هم وسلوالو مخالفينو او هم دولت له ننگونو سره مخ كړې ده.
يو شمېر ديني عالمان بيا د اداري فساد له شتون، په عدليې او قضايي بنسټونو كې پر شتو ستونزو، چې د دوى په وينا ناامنيو ته لار اواروي نيوكه كوي.
دوى وايي:
دولت بايد دغه ستونزي او نورې نيمگرتياوې په سمه توگه رهبري كړي .
د بلخ عالماوو شورا ټينگار وكړ، چې د ټول هېواد په كچه بايد ديني علماء د سولې د راوستو په برخه كې نورې ډېرې هڅې وكړي.