تازه خبرونه
د ټول هېواد په كچه نږدې ۴۰۰۰۰ زره شركتونو جواز اخستي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ايسا د ادارې د مالوماتو له مخي دمگړۍ د ټول هېواد په كچه نږدې ۴۰۰۰۰ زره شركتونو جواز اخستي، د څه نا څه ۲۵۰۰۰ نورو شركتونو جوازونه په دوران كې دي او د پېنځه لس زره نورو شركتونو، چي نږدي ۹ كاله مخكي جوازونه اخستي فعاليت نلري، خو ۴۰۰۰ جوازونه يې د ايسا له خوا ځنډول شوي دي او د يوولس زره نورو هم څېړنه روانه ده، چي ژر به وڅېړل شي.
د ايسا اداري رييس وفي الله افتخار وايي:
له دې كار څخه مو موخه داده، چي د دې اداري چارې اصلاح او په عوايدو كي زياتوالي راشي .
د نوموړي په وينا، داسې كسان هم شته، چې له دغو جوازونو ناوړه گټه اخلي او كاريي هم معالوم نه دى.