سیمه ییز خبرونه
د ټول هېواد په كچه ۴۷۱ ښوونځي تړل شوي دي
د پوهنې وزارت وایی، له ډېرو هڅو سره سره اوس هم په هيواد كې ۴۷۱ ښوونځي تړلي دي. ډېرى دغه ښوونځي د هېواد په سويل كې دي. د پوهنې وزارت چارواكي وايي، د دغو ښوونځيو د پرانيستو په موخه خبرې روانې دي.
د پوهنې وزارت چارواكي وايي، چې له هڅو وروسته يې د زرو تړل شويو ښوونځيو څخه شپږ سوه ښوونځي پرانيستي دي.
د پوهنې وزير فاروق وردګ زیاته کړه، چې اوس د ټول هېواد په كچه ۴۷۱ ښوونځي، چې ډېرى په سويلي ولايتونو كې دي تړلي دي.
نوموړى له هغو كسانو څخه، چې د ښوونځيو د تړل كېدو لامل دي غواړي، چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې كړي او د ښوونځيو پرانيستو ته لاره هواره كړي تر څو د هېواد ماشومان زده كړه تر لاسه كړي.
په همدې حال كې د هېواد د سويلي ولايتونو يو شمېر اوسېدونكې، چې د سيمې ډېرى ښوونځي يې تړل شوي په دې باب اندېښنه ښكاره كوي او وايي، چې دا كار د دې لامل كېږي تر څو د دوى ماشومان له زده كړو پاته شي.
د پوهنې وزارت وايي، چې د هغو اتو ميليونو كسانو له ډلې څخه، چې د جګړې له امله له ښوونځيو پاته وو درې ميليونه يې د معارف په نصاب كې شامل شوي دي او په ټول هېواد كې نهه ميليونه ماشومان په زده كړو بوخت دي.