کوید۱۹

د ټوکیو المپیک لوبغاړیو په استوګنځي کې د کرونا مثبته پېښه ثبت شوې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۶, ۱۴۰۰)

رویټرز څرګنده کړې، چې د ټوکیو المپیک لوبغاړیو په استوګنځي کې یو کس پر کرونا ویروس اخته شوی دی.

د المپیک لوبو کوربنو رویټرز ته ویلي، چې په جاپان کې د توکو المپیک لوبغاړیو په استوګنځي کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبت پېښه ثبت شوې ده.

د کرونا ویروس دې مثبتې پېښې د المپیک لوبغاړیو ترمنځ اندېښنې ډېرې کړې دي.

په راپور کې راغلي، پر کرونا ویروس د اخته کس د پېژندنې په اړه هیڅ معلومات وړاندې کړې ندي.

ټوکیو المپیک لوبې به د جولای پر ۲۳ پیل او د اګست تر ۸ روانې وي.

له دې مخکې په زرګونه جاپانيانو له حکومت غوښتي وه، چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د توکیو المپیک لغوه کړي.

ټاکل شوې وه د ټوکیو المپیک لوبې تېرکال تر سره شوې وای؛ خو د کرونا ویروس ناروغۍ له کبله د د سږکال د جولای تر ۲۳ وځنډول شوې.

Trending

Exit mobile version