تازه خبرونه
د ټيټ کيفيته توکو واردونکی به ملي خاین وپېژندل شي – عبدالسلام حنفي
د رییس الوزرا اداري مرستیال کندهار ولایت ته په خپل سفر کې د هېواد سوداګرو ته خبرداری ورکړ، چې که بې کیفیته توکي وارد کړي؛ د سوداګرۍ جوازونه به یې لغو او د ملي خاین په توګه به وپېژندل شي.
عبدالسلام حنفي کندهار ته د خپل سفر پر مهال د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د څارنې لابراتوار هم پرانیست.
عبدالسلام حنفي ویلي: مونږ دې مسلې ته پوره پاملرنه کوو؛ هیچا ته اجازه نه ورکوو، چې افغانستان ته ټیټ کیفیت لرونکي خواړه او درمل وارد کړي. که څوک دا کار وکړي، د هغه جواز به لغو او هغه به ملي غدار اعلان کړو.
د هېواد د خوراکي توکو او درملو د ملي ادارې ریيس عبدالباري عمر هم په هېواد کې د بې کيفيته توکو پر مخنيوي ټينګار څرګند کړ او څرګندوي: په نږدې راتلونکي کې به په کندهار ولايت کې د درې لکه دالرو پر لګښت د درملو د څارنې يو لابراتوار جوړ کړي.
له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین ټینګار کوي، چې په نږدې راتلونکي کې به حکومت د هېواد سوداګرو ته د مالیاتي او سوداګریز ارزښتونو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
په کندهار کې د کیفیت څارلو نوی لابراتوار د ۲۵۰ زره دالرو پر لګښت جوړ شو. دا لابراتوار په یوه وخت کې د لسګونه ډوله خواړو د ازمایښت وړتیا لري.