تازه خبرونه

د ټینس نومیالی لوبغاړی خپلې پخوانۍ میرمنې پر زور زیاتي تورن کړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۳۹۹)

سي این این په ډاګه کړې، چې  د نړۍ د نومیالي ټینس لوبغاړي نیکولوز باسیلاشویلي پخوانۍ میرمنې له محکمې غوښتي، چې د هغه لخوا پرې زورزیاتي شوی دی.

د جورجیا لویې څارنوالۍ څرګنده کړې؛ نیکولوز باسیلاشویلي، چې د نړۍ په ټینس لوبغاړیو کې ۲۷ ځای لري د خپلې پخوانۍ میرمنې نیلي دوروکاشویلي لخوا پرې د زورزیاتي تور پورې شوی دی.

که څه هم د قضیې په اړه څېړنې اوس هم روانې دي؛ خو باسیلاشویلي د ۳۱۳۰۰ ډالرو په ضمانت خوشې شوې او ټاکل شوې، چې د جولای پر ۱۶ بیا محکمې ته حاضر شي.

 د نوموړي وکیلانو او استازیو د باسیلاشویلي په فیسبوک پاڼه کې، چې له تضمین وروسته خوشې شوې شوی؛ څرګندوي، چې دغه تورونه “دروغ او بشپړ بې بنسټه دي.”

د هغه وکیلانو ویلي: مونږ د نیکولاس باسیلاشویلي پلویانو ته ډاډ ورګوو، چې له دې مخکې محکمې ته سپارل شوې ویډیوګانې زمونږ د مؤکل دریځ ښیې او هغه د پورته ذکر شويو ناقانونه تورونو څخه پاکوي.

له بلې خوا، د دوروکاشکا وکیل هم ویلي؛ داسې اسناد او شواهد شته، چې د دې ښځې ادعاګانې ثابتولی شي.

د هغې وکیل ویلي داسې خلک شته، چې د دوی د اړیکو شاهدان دي او وايي، چې د قضیې په اړه ویډیوګانې او آډیو ریکارډونه شته او دغه رازد ټیلیفون غږیز پیغامونه هم ثبته شوي دي.

د یادونې ده، چې د دې جوړې د واده پایله پېنځه کلن زوی دی او تېرکال سره بېل شوي دي.

Trending

Exit mobile version