بی بی سی پښتو

د ټیک ټاک نجونو د بندیانولو حکم لغوه شو

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۴, ۱۳۹۹)
AFP
محکمې پر مَوَدّه الادهم لګول شوې نغدي جرمانه تایید کړه

د مصر یوې محکمې د دوو هغو نجونو د بند حکم لغوه کړی، چې تېر کال پر ټیک ټاک یوې وېډیو خپرولو سره د “شرم او حیا په تر پښو لاندې” کولو تورنې شوې دي.

مَوَدّه الادهم او حنین حسام له هغو پنځو کسانو دي، چې دوه کاله د بند سزا پرې ختلې وه او نژدې ۲۰ زره ډالر جرمانه شوې دي.

د سیمه ییزو رسنیو د رپوټونو له مخې، محکمې حنین بې ګناه اعلان کړه، خو پر مَوَده او نورو تورنو یې جرمانه تایید کړه.

دې مسلې په مصر کې پراخ غبرګونونه وپارول او دا نجونې د “ټیک ټاک نجونو” په نامه مشهورې شوې.

د فرانس پرېس د خبر له مخې، حنین د ۲۰۲۰ کال اپرېل میاشت کې وروسته تر هغه ونیول شوه، چې یو درې دقیقې وېډیو کلیپ یې خپور کړ، هغې په دې کلیپ کې خپلو ۱٫۳ میلیون مینه والو ته وویل نجونې له دې سره کار کولو کې پیسې پیدا کولی شي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، که څه هم محکمې د سې شنبې په ورځ له حنین ستر تورونه لیرې کړل، خو لاهم د انسانانو په پېر او پلور تورنه ده.

د تېر کال مې میاشت کې، چارواکو مَوَده وروسته تر هغه ونیوه چې په ټیک ټاک او انسټاګرام یې د ملنډو یو کلیپ خپور کړ.

تر اوسه د دریو نورو تورنو کسانو – چې سړي دي – هویت نه دی مالوم شوی خو د بند حکم یې لغوه شوی دی.

پر دواړو ښځو د “فسق” تور لګول شوی دی.

د مصر د قانون له مخې، بې حیایۍ ته د کسانو هڅول له قانون سرغړونه ګڼل کېږي.

رپوټونه وايي، په وروستیو میاشتو کې مصر کې د ټیک ټاک مینه وال ډېر شوي، په تېره کله چې حکومت د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د خپرېدو له کبله په هېواد کې محدودیتونه ولګول.

Trending

Exit mobile version