تازه خبرونه

د پاتې نوماند وزیرانو اسناد ولسي جرګې ته نه دي استول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي؛ د شپاړسو نوماند وزیرانو اسناد د څیړنې لپاره ولسي جرګې ته نه دي استول شوي.

د پوهنې، لوړو زده کړو او د ولسي جرګې د نړیوالو چارو د کمیسیونونو یو شمیر غړي وایې، که د پاته نوماند وزیرانو په لست کې چې دوی ته معرفي کيږي دوه تابیعته کسان شتون ولري، دې جرګې ته به یې د راتګ مخه ونیسي.

د شپاړسو نوماند وزیرانو نوملړ امریکا ته د ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس ډکتر عبدالله عبدالله له سفر وړاندې ولسي جرګې ته واستول شو.

که څه هم ټاکل شوې دا نوماند وزیران ولسي جرګې ته په رسمي ډول د ولسمشر او یا هم مرستیالانو لخوا یې وپیژندل شي؛ خو تراوسه هم د نوماند وزیرانو اسناد د څيرنې لپاره دي غونډي ته نه دي استول شوي.

د ولسي جرګې د نړیوال کمیسیون غړی ذکریا ذکریا وایي چې د پاته نوماند وزیرانو په لست کې چې دوی ته لیږل شوی؛ دوه تنه هر یو عبدالباري جهاني او سادات ناري دوه تابیعته دي:

” سادات نوري خپله ستونزه حل کړې؛ خو بل کس چې په امریکا کې ژوند کوي عبدالباري جهاني دی چې شاوخوا دیرش کاله کیږي په امریکا کې ژوند کوي او طبعاً چې یو څه (تابعیت) به لري چې هلته ژوند کوي؛ خو دا چې نوموړي له امریکا څخه د خپل تابعیت د بطلان اسناد راوړي که نه؛ تر اوسه نه ده معلومه؛ خو دومره ویلی شم چې دا دوه کسان دي چې دوه ګونی تابعیت لري.”

 

په همدې حال کې د پوهنې او لوړو زده کړو د کمیسیون غړې حمیرا ایوبې ټینګار کوي که چیرې په نوملړ کې دوه ګونې تابعیت لرونکې نوماندان شتون ولري، نو د ولسي جرګې د پرېکړې له مخې دوی هان دې جرګې ته د ننوتو حق هم نه لري او د ننوتو مخه به یي ونیسي.

د ولسي جرګې لخوا د نوماند وزیرانو د اسنادو له ترلاسه کولو وروسته باید وکتل شي چې ایا حکومت بیا هم دوه ګونې تابیعت لرونکې نوماندان ورپیژندلې او کنه.

Trending

Exit mobile version