تازه خبرونه

د پاتې ۳۲۰ طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر وځنډول شو

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۹, ۱۳۹۹)

ولسمشرۍ ویلي: تر هغې، چې طالبان ۲۲ امنیتي ځواکونه له بنده راخوشې نکړي؛ پاتې طالب بندیان به هم خوشې نشي.

 یوې باوري حکومتي سرچینې آریانا نیوز ته ویلي: تر هغې، چې امریکا له فرانسې او آسترالیا سره پر وژنو د تورنو ۶ سرتېرو په اړه هوکړه ونکړي؛ د سولې په خبرو کې به هم  پرمختګ رامنځته نشي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې، دغه ۶ سرتېري د دغو هېوادونو د اتباعو پر وژنو تورن پاتې دي.

د ولسمشرۍ ویاند په ډاګه کړې، چې د سولې خبرې د هغو دوه ویشت امنیتي افسرانو د نه خوشې کېدو له کبله له پرمختګ پاتې شوې، چې د طالبانو په بند کې دي.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي؛ طالبان باید وښیي، چې د امنیتي ځواکونو د خوشې کولو واک لري او که نه او آیا پخپلو قومندانانو واکمن دي او که نه.

ولسمشرۍ په داسې حال کې د طالب بندیانو خوشې کول مشروط کړي، چې ولسمشر غني له انګلستان تایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې د پاتې طالب بندیانو د خلاصولو د عواقبو مسوول به اروپایي هېوادونه او امریکا وي.

نوموړي زیاته کړې؛ که نشه یي توکي په بریتانیا او اروپا کې زیات شي، نو مشران به یې په کې شریک وي؛ خو مونږ باید پوه شو، چې د دغو خوشې کېدو عواقب څه دي او که دا کسان جرم وکړي؛ ښکېله نړۍ به یې مسووله وي.

 یوې باوري سرچینې، چې د سولې په خبرو کې دخیله ده؛ آریانا نیوز ته ویلي: تر هغې، چې امریکا له فرانسې او آسترالیا سره د شپږ بندیانو په تړاو هوکړې ته ونه رسیږي؛ د سولې په خبرو کې پرمختګ ناشونی دی. دا شپږ سرتېري تورن دي، چې د دې هېوادونو سرتېري یې وژلي دي.

د سرچینې په خبره؛ دا شپږ سرتېري پر بهرنیو سرتېرو د افغان ځواکونو په جامو کې د بریدونو پر مهال وژل شوي دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار عزیز فضلي ویلي؛ سوله لوړه بیه غواړي او د افغانستان خلکو دا بیه په ورین تندي منلې ده.         

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، د پاتې بندیانو  نه خوشې کول د سولې هڅو په وړاندې جدي ګواښ دی.

پخواني طالب چارواکي سید اکبر آغا هم د بندیانو نه خوشې کول دغه بهیر ته لوی ګواښ بولي او وایي، چې دا بندیان باید له شرط پرته خوشې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې حکومت له پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو څخه د سولې مشورتي جرګې د پرېکړې او د ولسمشر د فرمان له مخې ۸۰  کسان خوشې کړي دي. 

Trending

Exit mobile version