Connect with us

لوبی

د پاریس اولمپیک لوبو مراسم د سن سیند پر غاړه له باراني پرانیستې سره پیل شول

له نندارې څخه د درې ساعتونو له تېرېدو وروسته د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د لوبې پرانیسته اعلان کړه.

خپور شوی

د

Last Updated on: زمری ۷, ۱۴۰۳

د جمعې پر ورځ د زمري پېمځمه / د جولای شپږویشتمه په پاریس ښار کې د سن سیند پر غاړه د دوبني المپیک لوبو کوربتوب له باراني پرانستې مراسم پیل کړل.

داسې نه برېښي، چې په تېرو ۷۰ کلونو کې دا لومړی ځل ندی، چې باران د دوبني اولمپیک د پرانستې په مراسمو کې د ورزشکارانو لیوالتیا راکمه کړي. سره له دې، چې ځینو په سمندري کښتیو کې حترۍ پر سر پورته کړې وې.

دغه راز چارواکو د فرانسې د اوسپنې پټلۍ د ویجاړوونکیو پېښو د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره چټکې هڅې وارزولې.

بیا هم، خلکو د سن سیند غاړی او پلونه ډک کړل؛ له بالکونونو څخه یې مراسم ولیدل.

که څه هم د اورښت له ډېرېدو سره؛ سلګونه زره لیدونکي او ننداره‌ګوونکیو له چتریو او پلاستيکونو لاندې ودرېدل.

د امریکا د باسکیټبال ستوري لیبرون جیمز یو بل امریکایي بیرغ لرونکي لوبغاړي کوکو ګاف ته وویل: “باران مو مخه نیولی نشي.”

یو طنزیه لنډ فلم د فوټبال ستوری زین الدین زیدان وښودل شو. د فرانسې له بیرغه بیا نیلي، سپین او سره رنګه لوګی پورته شول.

له نندارې څخه د درې ساعتونو له تېرېدو وروسته د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د لوبې پرانیسته اعلان کړه.

پر تېروتنه پېنځه کړۍ لرونکی  د المپیک بیرغ ایفل برج ته مخامخ په ټروکاډرو کې نسکوره وځړول شو.

دا لومړی ځل دی، چې د المپیک په لوبو کې د ښځینه ورزشکارانو شمېر د نرینه ورزشکارانو له شمېر سره برابر دی.

د پاریس اولمپیک جوړوونکیو اعلان کړی و، چې له ۱۰ زره ۵۰۰ لوبغاړو څخه ۶ زره ۸۰۰ به د ۱۶ ورځنیو سیالیو له پیل مخکې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د اولمپیک لوبډلو کښتیو د ۶ کیلومټره لارې پر وهلو د سټرلیټز پله د نیلي پردو پر څېرلو اړوند مراسم پیل کړل.

د اولمپیک پروتوکول له مخې؛ لومړۍ کښتۍ د یونان لوبغاړي راولېږدول، چې د المپیک لوبو د پیل ځای دی. له هغې وروسته د المپیکي لوبډلو مهاجرې لوبډلې او بیا د فرانسوي الفبي پر ترتیب د نورو هېوادونو په ګډون مراسم پیل شول.

اړوند خبرونه:

د ۲۰۲۴ المپیک لوبې راورسېدې، چې پوهېدا پرې اړینه ده

په پاریس اولمپیک کې د نرینه فوټبال په اړه له اړینو ټکو ځان خبر کړئ

لوبی

رحمت شاه په ټسټ لوبه کې د نړۍ اووم غوره توپ‌وهونکی شو

رحمت شاه په دې درجه‌بندۍ کې له شبمن ګیل، ایډن مارکرم او کامنډو مینډیس څخه مخکې شوی دی.

Published

on

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلمشر رحمت شاه د زیمبابوې پر وړاندې له ښې لوبې وروسته د ټسټ کرکټ په نړیواله درجه‌بندۍ کې تاریخي اووم مقام خپل کړ.

رحمت شاه د آی‌سي‌سي په تازه درجه‌بندۍ کې شپږ پړاوونه مخکې شوی او د ټسټ کرکټ د غوره توپ‌وهونکو په ډله کې شامل شوی دی.

نوموړي د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټسټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې ۱۷۳ منډې کړې وې، چې د هغه پنځمه ټسټ سلیزه او د روان کال دوه‌یمه سلیزه وه.

رحمت شاه په دې درجه‌بندۍ کې له شبمن ګیل، ایډن مارکرم او کامنډو مینډیس څخه مخکې شوی دی.

Continue Reading

لوبی

عمر ځواک استقلال کابل ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه

دغه لوبه نن سې‌شنبه په کابل کې ترسره شوه، چې لومړۍ نیمایي یې د دواړو لوبډلو ترمنځ له ګول پرته پای ته ورسېده.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۰, ۱۴۰۵

 

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالیو په اتیایمه لوبه کې عمر ځواک لوبډلې استقلال کابل ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه.

دغه لوبه نن سې‌شنبه په کابل کې ترسره شوه، چې لومړۍ نیمایي یې د دواړو لوبډلو ترمنځ له ګول پرته پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې د عمر ځواک لوبډلې لوبغاړو پنځه ګولونه ووهل او خپله بریا یې یقیني کړه؛ خو استقلال کابل لوبډله یوازې د یوه ګول پر وهلو بریالۍ شوه.

عمر ځواک لوبډله به په راتلونکې لوبه کې د نومبر پر دولسمه له آریانا خوست سره مخ شي او استقلال کابل به په همدې ورځ له عینو مېنې کندهار سره سیالي وکړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه مساوي پای ته ورسېده

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۹, ۱۴۰۵

 

د زیمبابوې لوبډله د غوره توپ‌وهنې پر مټ د افغانستان پر وړاندې په لومړۍ ټسټ لوبه کې د مساوي پایلې پر ترلاسه کولو بریالۍ شوه. کریګ اروین او ویسلي ماډهویر د لوبې په وروستۍ ورځ ناسوځېدلې سلیزې وکړې.

زیمبابوې د لوبې پنځمه او وروستۍ ورځ د درې لوبغاړو پر سوځېدا د ۱۶۴ منډو پر لرلو پیل کړه او د دوه‌یمې پاڼۍ په پای کې یې د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا ۵۲۳ منډې وکړې.

دې لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې هم ۵۰۴ منډې کړې وې. دا د ټسټ کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یوه لوبډله په دواړو پاڼیو کې له ۵۰۰ ډېرې منډې کوي.

کریګ اروین په ۲۰۶ منډو ناسوځېدلی پاتې شو او ویسلي ماډهویر هم ۱۰۰ منډې وکړې او ونه‌سوځېد. دغو دوه لوبغاړو د ورځې په اوږدو کې د افغانستان د توپ اچوونکو پر وړاندې ټینګه لوبه وکړه.

۴۱ کلن او ۸۲ ورځنی کریګ اروین د ټسټ کرکټ په تاریخ کې درېیم زوړ لوبغاړی شو، چې دوه‌سوه منډې کوي.

افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۱۴ منډې کړې وې. افغان لوبډلې د کوربه لوبډلې تر فشار لاندې راوستلو لپاره د زیمبابوې د لوبغاړو ژر سوځولو ته اړتیا لرله؛ خو د زیمبابوې توپ‌وهونکو په داسې لوبغالي کې، چې د توپ اچوونکو لپاره یې چندان مرسته نه لرله، په حوصله او دقت لوبه وکړه.

برایان بنیټ له پنځوس ډېرې منډې وکړې؛ خو محمد سلیم وسوځاوه.

د زیمبابوې نوي لوبغاړي انټم نقوي هم ۶۱ منډې وکړې. نقوي او اروین د ۱۴۰ منډو ملګرتیا وکړه؛ خو عبدالمالک د دوی ملګرتیا ماته کړه.

دغه راز ویسلي ماډهویر له اروین سره یوځای شو او دواړو د شپږمې ویکټې لپاره د ۲۰۸ منډو ناسوځېدلې ملګرتیا وکړه، چې د زیمبابوې د ټسټ کرکټ په تاریخ کې د دې ویکټې لپاره تر ټولو لوړه ملګرتیا ده. ماډهویر په همدې ملګرتیا کې خپله لومړنۍ ټسټ سلیزه هم ثبت کړه.

له دې پایلې سره دواړه لوبډلې د دوه‌یمې او وروستۍ ټسټ لوبې په درشل کې مساوي دي.

ټاکل شوې، چې دا لوبه د لړم پر ړوه‌ویشتمه / د نومبر پر دیارلسمه په شارجه کې پیل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!