نړۍ

د پاریس د ریل تمځي په برید کې لږ تر لږه ۶ کسان ټپیان شوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۲, ۱۴۰۱)

د پاریس د شمال په ریل تمځي کې د چارشنبې پر ورځ ( د مرغومي ۲۱ ) یوه بریدګر، چې چاړه پر لاس روان و؛ پر څو کسانو برید وکړ او ټپیان یې کړل.

فیګارو ورځپاڼې د سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د پاریس په ګاری دو نورد Gare du Nord ریل ستیشن کې یوه بریدګر د یوه پولیس په ګډون لږ تر لږه ۶ کسان ټپیان ټپیان کړل.

له دې مخکې ویل شوي وه، چې د پاریس په ګاري دو نورد ریل تمځي کې ناڅرګند کس څو کسان پخپلې چړې وهلي؛ خو پولیسو دغه شکمن کس نیولی دی.

بي اف ام چينل هم راپور ورکړى، چې پوليس افسرانو د بريدګر د نيولو لپاره وسلې کارولي دي.

د دې چینل له اعلان سره سم د ریلګاډو حرکت ځنډول شوی دی.

پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او د پېښې او د برید د علت په اړه څېړنې کوي.

Trending

Exit mobile version