تازه خبرونه
د پاسپورټ دفتر مشر له خلکو د زغم غوښتنه وکړه
د افغانستان اسلامي امارت د پاسپورت مشر عالم ګل حقاني له خلکو غوښتي، چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره د تجهیزاتو تر رارسېدو د زغم او صبر غوښتنه کړې ده.
حقاني ويلي، دا اداره په کابل کې د وسايلو او تجهیزاتو له کمي سره مخ ده.
د پاسپورټ دفتر یوه میاشت مخکې د بایومټریک ثبتولو وسایلو په ګډون د تجهیزاتو د نشتوالي له کبله وتړل شو.
عالم ګل حقاني رویټرز ته ویلي: مونږ د دفتر د بیا پرانستلو لپاره هر ډول هڅې کړي؛ خو مونږ اوس هم د تجهیزاتو کمبود لرو.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د پاسپورټ دفتر به ډېر ژر فعال شي.
که څه هم دغه دفتر له څو اوونیو راپدیخوا تړل شوی؛ خو اوس هم سلګونه کسان د پاسپورټ دفتر مخې ته راټول شوي دي.
د پاسپورټ دفتر مشر له خلکو غوښتي، چې د کار تر پیلېدو دې دلته له راټولېدو ډډه وکړي.
هغه زیاته کړې؛ مونږ د دفتر دننه او بهر رشوت اخیستونکي نیولي دي.مونږ به له هرې ممکنې لارې کار واخلو، چې هېواد له فساد او رشوت اخیستونکیو پاک کړو.
د اشرف غني د حکومت له نسکورېدو سره د کډوالۍ څپې پيل شوې؛ ډېر شمېر دولتي چارواکو او د مدني ټولنو غړیو هېواد پریښود او اوس هم د پاسپورټونو غوښتنه ډېره ده.