سیمه ییز خبرونه
د پاكستان او ايران په اړه رپوټونه نه سم او نه تائيد شوي دي- حامد كرزى
افغان ولسمشر حامد كرزي د افغانستان پر سرحدي سيمو د پاكستان راكټي بريدونو تر سر كيدل نه سم او نه تاييد شوي رپوټونه بولي.
افغان ولسمشر په داسې حال كې، چې له گاونډ هېوادونو سره پراړيكو ټينگار كوي وايي، چې:
په دې برخه كې بايد رسنۍ او افغان دولت په ډېراحتياط مسوولانه عمل وكړي .
افغان ولسمشر حامد كرزي په داسې حال كې دا څرگندونې كوي، چې تېره ورځ د كونړ والي سيد فضل الله واحدي د دغه ولايت پرسرحدي سيمو د پاكستان له خاورې د پېنځه پنځوس راكټونو د لگيدو خبر وركړ، چې په كې يو ماشوم ټپي شوى او خلكو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
پرافغانستان د پاكستان راكټي بريدونه په دې وروستيو كې د رسنيو او سياسي غونډو تر ټولو توده موضوع بلل كيږي.
په داسې حال كې، چې يو شمېر حكومتي سرچينو پر افغانستان په ځانگړي توگه پر كونړ د پاكستاني پوځ د بريدونو پخلى كړى؛ خو افغان ولسمشر وايې، چې:
دا رپوټونه نا سم دي.
د كونړمسوولين وايي، چې:
د روان كال له پيل راهيسې د كونړپر يو شمېر سرحدي ولسواليو د پاكستان د پوځ لخوا تر يو زر و پنځو س ډېر توغندي را توغول شوي دي.
د مسوولينو په وينا:
د پاكستان په دغو راكټي بريدونو كې تر اوسه دوه ويشت كسان وژل شوي او يو ويشت ټپيان دي.
د يادونې وړ ده ، چې مشرانو جرگې پر سرحدي سيمو بريدونه غندلي او ولسي جرگې پرېكړه كړې، چې د همدغو بريدونو په تړاو د پوښتنو لپاره د امنيتي ارګانونو چارواكي غونډې ته استجواب كړي.