سیمه ییز خبرونه

د پاكستان د امنيتي پوستو او دروازې په له منځه وړلو كې هېڅ لارې چارې نه سپموو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د دفاع وزارت خبردراى وركړى، چې د ديورنډ كرښې په اوږدو كې به د پاكستان د امنيتي پوستو او دروازې په له منځه وړلو كې  هېڅ لارې چارې ونه سپموي.

د پاكستان سرحدي ځواكونو اته كاله وړاندې په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو په ملاتړ ډيورنډ كرښې ته څېرمه په كرمه اجنسۍ كې امنيتي پوستې جوړې كړې، خو دا ځل پاكستاني ځواكونو د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ كې يوه دروازه هم درولې ده.

دې كار د افغانستان د ملي امنيت د شورا غبرګون را پارولى دى.

افغان ولسمشر حامد كرزي يو شمېر افغان ادارو ته لارښوونه كړې، چې په دې اړه اقدام وكړي.

په همدې وخت كې د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وايي:

د دې دروازې د ليرې كولو په برخه كې به هېڅ راز هڅې ونه سپموي.

پاكستاني ځواكونو دغه راز دا نوې پوستې په پرمختللو او درندو وسلو سمبال كړې دي.

په روانه اوونۍ كې په كونړ كې د افغانستان د ملي اردو ديارلس سرتېري په هغه بريد كې ووژل شول، چې د پاكستان له خاورې شوى و.

همدارنګه د دفاع وزارت ویاند زیاتوي، چې د طالبانو دا بريد په پرمختللو وسلو، چې د پاكستاني استخباراتو ملاتړ يې هم درلود شوى دى.

دا مسئولين خبردارى وركوي، چې دښمن به تل ناكام وي.

په کابل کې د آيساف وياند ګونتركتز، چې د دفاع له وزارت سره په ګډ كنفرانس كې يې خبرې كولې وايي:

د پاكستان د دې پوستو په اړه به څېړنه وكړي.

ګونتركتز زیاتوي، چې مونږ په پولو كې حالات وڅېړل، له افغاني او هم له پاكستاني اړخ سره په خبرو كې يو. مونږ بايد وګورو، چې د افغانستان د ملي امنيت په شورا كې څه وېل شوي دي تر اوسه له وخته مخكې ده، چې په دې اړوند څه ووايو.

د افغانستان په خاوره كې د ترهګرو د ځالو موجوديت په تېرو دوولسو كلونو كې د افغان دولت يوه اندېښنه ګڼل كېږي او افغان ولسمشر حامد كرزي دغه راز تل له خپلو نړيوالو متحدينو غوښتي، چې د ترهګرۍ پروړاندې جګړه د افغانستان له كليو او بانډو څخه د هغه اصلي مركزونو ته ولېږدوي.

Trending

Exit mobile version