سیمه ییز خبرونه
د پاكستان د خيبر پښتونخوا په يوه جومات كې چاودنې ۱۸۰ تنه وژلي او ټپيان دي
د جمعې په ورځ د خيبر پښتونخوا ايالت په يوه جومات كې د يوې چاودنې له لامله پنځوس لمونځ كوونكي وژل شوي او لږ تر لږه سل نور ټپيان دي.
ويل كيږي، دغه بمب، چې د ريموټ په وسيله كنټروليده، په دغه جومات كې د لمانځه له ادا كولو مخكې د ناپېژانده كسانو لخوا ايښودل شوى و او د جمعې ورځې د لمانځه په پاى كې ورته چاودنه وركړ شوه.
د رپوټونو له مخې ، دا بم د پاكستان په شمال لويديځ سيمه كې د خيبر پښتونخوا ايالت په جمرود سيمه كې ځاى پر ځاى شوى و او هغه مهال جاوديدلى، چې لمونځ كوونكي له جومات څخه د راوتو په حال كې ول.
د دغو رپوټونو له مخې، د دغې چاودنې له لامله پنځوس كسانو خپل ژوند له لاس وركړى او د سلو په خوا و شا كې نور ټپيان شويدي.
رپوټونه وايي، چې د پېښې ټپيان د خلكو او پاكستاني مرسته رسوونكيو ادارو لخوا روغتونونو ته ليږدول شوي دي.
د عيني ليدونكيو په وينا، پدې جومات كې ۴۰۰ كسان د لمونځ ادا كولو لپاره راغلي وه او په وينا يې د دغې چاودنې له لامله د جومات ډېره برخه ويجاړه شوې او چتر يې يو شمېر كسان كړي دي.
د دغو كسانو په باور، دغه بم د ناپيژانده كسانو لخوا د لمانځه له ادا كولو مخكې ځاى پر ځاى شوى و او د لمانځه له پاى ته رسيدو وروسته ورته د ريموټ كنټرول په وسيله چاودنه وركړ شوې ده.
د سيمې اوسيدونكي پاكستاني وسله وال طالبان د دغې پېښې مسوول بولي، خو تراوسه هيڅ يوې ډلې د دغې چاودنې پړه پر غاړه نده اخيستې.