سیمه ییز خبرونه

د پاكستان د ټاكنو پايلې ښكاره كوي، چې نواز شريف په ټاكنو كې بريالى شوى دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشرۍ، د بهرنيو چارو وزارت او مشرانو جرګې د پاكستان د ټاكنو ستاېنه كړې ده. افغان ولسمشر هيله لري هر څوك، چې د دغو ټاكنو له لارې قدرت ته رسېږي بايد له افغانستان سره د ښې اړيكې، په افغانستان كې د سولې د ټينګښت او د پاكستان په خاوره كې د ترهګرو د پټنځايونو د له مينځه وړولو لپاره هڅه وكړي.

د پاكستان د ټاكنو پايلې ښكاره كوي، چې نواز شريف په دغو ټاكنو كې بريالى شوى دى.

نواز شريف د طالبانو پلار، او په پاكستان كې د طالبانو او ټولو سخت دريځو ډلو را مينځته كوونكی بلل كېږي.

كه نواز شريف په پاكستان كې قدرت ته ورسېږي نو له افغانستان سره به څه ډول كړنلاره ولري، دا داسې يوه پوښتنه ده، چې ځواب يې لږ ګران دى.

په همدې حال كې افغان ولسمشرۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاكستان د ټاكنو د پاى ته رسېدو ستاينه كړې.

په دغه خبر پاڼه كې راغلي افغان ولسمشر وايي، د ترهګرۍ له ټولو ګواښونو سره سره په ټاكنو كې د پاكستان د خلكو پراخ ګډون ښكاره ګړه، چې له ګواښونو سره سره د دغه هېواد خلك غواړي، چې د ډيموكراسۍ په لار په مخ ولاړ شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم هيله ښكاره كوي، چې د پاكستان نوى حكومت د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې د افغانستان ښه همكار ووسي.

په همدې حال كې د مشرانو جرګه هم په افغانستان كې د سولې د راتلو په لار كې د پاكستان پر رول ټينګار كوي او د پاكستان له نوى حكومت څخه غواړي تر څو د افغانستان په باب خپله ستراتېژى بدله كړي.

په همدې حال كې د يو شمېر افغان سياسي كارپوهانو په باور دی، چې د افغانستان په باب د پاكستان ستراتېژي په دغه هېواد كې د جګړې او بې ثباتۍ دوام دى او د پاكستان د لوړ پوړو چارواكو بدلون به د افغانستان په وړاندې د پاكستان ستراتېژۍ ته بدلون ورنكړي.

Trending

Exit mobile version