سیمه ییز خبرونه

د پاكستان له زندانونو به ژر نور زندانيان هم خوشي شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سولې عالي شورا رييس صلاح الدين رباني پاكستان ته د دغه شورا د پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډك گڼي او وايي:

د پاكستان له زندان څخه د نهه طالب بنديانو خوشي كيدل به د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو په پرمختگ كې همكاري وكړي.

د سولې عالي شورا رييس زياتوي:

له پاكستان سره مو هوكړې، چې:

د هغو طالب رهبرانو لپاره، چې خبرو ته حاضريږي؛ د خوندي سفر زمينه برابره شي.

دا ځل د افغانستان د سولې عالي شورا په افغانستان كې د سولې بهير په اړه د پاكستان له دريځه خوشبين دي.

د سولې عالي شورا رييس صلاح الدين رباني، چې د يو گډ پلاوي په مشرۍ د پاكستان له سفرڅخه نوى راستون شوى وايي:

د سولې د خبرو او بهير په اړه د پاكستاني چارواكو او مذهبي رهبرانو په دريځونو كې جدي بدلون ليدل كيږي.

دا شورا د پاكستان له زندانونو څخه د نهه طالب بنديانو د خوشي كولو هركلى كوي او وايي:

دا چاره به د سولې په پرمخ بيولو كې اغېزمنه شي.

كه څه هم د پاكستان له زندانونو څخه د خوشي شويو طالب بنديانو هويت نه دى ښودل شوى؛ خو ويل كيږي، چې د طالبانو مطرح كسان په دې كسانو كې نشته.

د سولې عالي شورا وياند قيام الدين كشاف وايي:

پاكستان ته مو د سفر موخه د طالب بنديانو خوشي كول نه ول؛ خو دې شورا له اسلام آباد څخه غوښتي، چې مذاكره كوونكيو طالب مشرانو ته د خوندي سفر زمينه برابره كړي.

د ولسي جرگې غړې نظيفه ذكي وايي:

د پاكستان له زندانونو څخه د طالب بنديانو د خوشي كيدو په اړه ټول نظرونه مثبت نه، بلكې ځينې كسان ورته د شك په سترگه گوري.

له هغې وروسته، چې د افغانستان حكومت، امريكا متحده ايالاتو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولې خبرې وځنډيدې؛ د پاكستان له زندانونو څخه د نهه طالب بنديانو خوشي كيدو دا موضوع بېرته توده كړه.

طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو د دغه گام هركلى كړى دى.

Trending

Exit mobile version