سیمه ییز خبرونه
د پاكستان له لارې د پوځي وسايلو ليږدول دريدلي دي
له افغانستان څخه د امريكايي وسايلو د ايستلو د لارې بنديدل د امريكا لپاره يو بل سرخوږى دى.
دا لار، چې له تورخم تېريږي او كراچې ته رسي په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو لپاره؛ ځكه ارزښتناكه ده، چې په افغانستان كې يې د خپلو ځواكونو اكمالات هم له دې لاره كول او هم يې د خپلو وسايلو د ايستلو لپاره كاروله.
پنتاگون وايي، دا كار په پاكستان كې د وروستيو لاريونونو له كبله شوى دى. دا لاريونونه په شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوته الوتكو د بريدونو پرضد روان دي.
د امريكا دفاع وزارت وياند مارك رايت وايي:
موږ خبر يو، چې د غو لاريونونو د افغانستان او پاكستان ترمنځ په يوه سوداگريزه لار اغېز كړى دى. مونږ پخپله له دې لارې د اكمالاتو را ليږدول؛ ځكه درولي، چې د موټرچلوونكيو د ژوند د خونديتوب په اړه ډاډه نه و.
د امريكا دفاع وزارت وياند ويلي، امريكا تمه لري، چې د پاكستان له لارې د خپلو پوځي وسايلو د ايستلو چارې ژر بېرته پيل كړي.
هغه ويلي، چې امريكا د خپلو وسايلو د ايستلو لپاره نورې لارې هم لري؛ خو د امريكايي ځواكونو لپاره بله لاره د روسيې او منځنى آسيا د هېواونو ده، چې لگښت يې لوړ دى.