تازه خبرونه
د پاكستان له لوري پر دانگام ولسوالۍ ۳۲ توغندي توغول شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د كونړ ولايت امنيتي چارواكي وايي، چې د پاكستانيو پوځيانو له لوري د دې ولايت پر دانگام ولسوالۍ ۳۲ توغندي توغول شوي دي.
د كونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخېل وايي:
دغه شمېر توغندي پر دې ولسوالۍ له پرون مازيگر څخه د نن سهار تر اووه بجو توغول شوي دي.
د ښاغلي سيدخېلي په وينا، دغو بريدونو ځاني تلفات نه درلودل، خو د افغانستان حكومت يې د مخنيوي لپاره هم كوم گام پورته كړى نه دى.
د بريدونو دا لړۍ له تېرو څو كلونو راروانه ده، چې تر دې دمه يې لسگونه ولسي وگړي وژلي او ټپيان كړي دي.