سیمه ییز خبرونه

د پاكستان ولسمشر ترهگري افغانستان او پاكستان ته ستر خطر بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاكستان ولسمشر د افغانستان له ملي دفاع وزير سره په گډ خبري كنفرانس كې وويل، حكومت به يې د افغانستان د سولې د پروسې په چټكتيا كې همكاري وكړي.

د پاكستان په خاوره كې د ترهگرو د زالو شتون په وروستيو لسو كلونو كې د افغان حكومت يوه عمده اندېښنه بلل كېږي.

له دې سره په يوه وخت د افغانستان د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي له پاكستاني چارواكو سره په اسلام آباد كې په خبرو بوخت دى، څو د سولې د  خبرو د پېل او د طالبانو د خوځښتونو د پاى ته رسولو لپاره حل لار پېدا كړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزير تر اوسه د پاكستان له لوى درستيز او د هغه هېواد له ولسمشر آصف علي زرداري سره د ترهگرى پر وړاندې د مبارزې پر څرنگوالي او د سولې د خبرو اترو د پېل لپاره د اسلام آباد د همكاريو په جلبولو خبرې اترې كړي دي.

په همدې حال كې د سياسي چارو كارپوه وحيد مژده پاكستان ته د افغان پوځي پلاوي پر سفر خوشبيني ښكاره كوي او وايې، پاكستان اوس فكر كوي، چې ترهگري دواړو هېوادونو ته جدي خطر دى.

افغان او پاكستاني چارواكو په وروستي يوه كال كې د ديورند كرښې په دواړو غاړو كې د ترهگرې د ستونزې په باب څو ځله خبرې كړې دي، خو يو شمېر پوځي كارپوهان وايې، د پاكستان ژمنو ته بايد ډېر خوشبين ونه وسو.

دا په داسې حال كې ده، چې پاكستان په سيمه كې د ترهگرې يو امن پنا ځاى بلل كېږي، او د ولسمشر لومړي مرستيال هم په خپلو وروستيو څرگندونو كې ويلي وو، چې د افغانستان پر وړاندې د پاكستان تگلاره د جگړې تگلاره ده.

Trending

Exit mobile version