سیمه ییز خبرونه
د پاكستان په اسلام آباد كې د سولې كميسيون دوه يمه ناسته تر سره شوه
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چار واكي وايې، چې:
د افغانستان او پا كستان د سولې د دوه اړخيز كميسيون دوه همه غونډه په پاكستان كې تر سره شوه.
د بهرنيو چارو وزات وياند وويل، چې:
پاكستاني لوري يو ځلي بيا د سولې له بهير سره د مرستې ټټر وهلى .
د هغه په وينا:
د سولې په بهير كې د پاكستان ونډه مهمه او ټاكونكې ده او پاكستان كولى شي، چې له طالب مشرانو سره د خبرو اترو فضا را منځته كړي .
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي وويل، چې:
د پېنځه نۍ(پنجشنبې) او مباركې جمعې په ورځو(د وږي په ۲۵ او ۲۶) په اسلام اباد کې د افغانستان او پاكستان د سولې كميسيون دوه يمه غونډه تر سره شوه.
هغه وويل، چې:
په دې غونډه كې دواړو لوريو په افغانستان او سیمه کې د سولې د بهيرد عملي كېدو لپاره پخپله اراده ټینگار وكړ.
په دې غونډه كې سلا وشوه، چې د دواړو خواوو ترمنځ به بله غونډه په کابل کې ترسره کېږي.
د موسي زي په وينا:
پا كستان له تروريزم سره د مبارزې او په افغانستان كې د ثبات د راتلو لپاره د همكارۍ ژمنې يو ځل بيا تازه كړي.
د هغه په باور:
پاكستان كولى شي، چې طالب مشران د سولې خبروته حاضر كړي.
د افغانستان او پاكستان ترمنځ د سولې كميسيون غونډه په داسې حال كې تر سره شوه، چې څو ورځې وړاندې په كابل كې پرڅو ډپيلوماټيكو او مهمو پوځي مركزونو د وسله والو مخالفينو لخوا برېدونه وشول.
د ولسي جرگې يو شمېرغړيو مخامخ پاكستان ته گوته نيولې، چې د دغو بريدونو ترشاه يې لاس دى.
د كورنيو چارو وزير بسم الله محمدي هغه وخت وويلي وه، چې:
بريد كوونكيو په پاكستان كې له خپلو رهبرانو او لارښوونكيو سره اړيكې درلودې.
پاكستان له وسله والو مخالفينو سره د مرستې تورونه رودوي او وايي، چې:
پوځ يې له وسله والو مخالفينو سره په جگړه بوخت دى