نړۍ
د پاكستان په سيند ايالت كې د سېلابونو پرلامل څه نا څه ۲۰۰ كسان مړه شوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
ويل كيږي د دغو سېلابونو له كبله د كراچۍ په اقتصادي او سوداگريزښاركې ټولې چارې په ټپه دريدلي دي.
د ور كړ شويو رپوټونو له مخې په تېرو څو ورځو كې له دغو سېلابونو دوه سوه اتيا زره كورنۍ بې كوره شوې دي.
ويل كيږي د خرابې هوا له كبله زيانمو سيمو ته د مرستو رسونې بهير هم له ستونزو سره مخ شوى دى.
ويل كيږي، چې سېلاب ځپلې سيمې د خوراك، څښاك او استوگنې له ستونزو سره مخ دي.
له طبيعي حوادثو سره د مبارزې چارواكي او د مرسته رسونې غربي ډلې څرگندوي، چې د اگست له وروستيو تر دې دمه څلور اعشاريه پېنځه ميليون هكتاره كرنيزه ځمكه اوبو وړې ده.
ملگرو ملتونو له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې له سېلاب ځپليو سيمو سره مرسته وكړي