نړۍ
د پاكستان په كراچۍ كې پر پوليسو وسله وال بريد شوى
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمان ملك د هغو پوليسو د ليدنې پرمهال، چې د شنبې په ورځ په كراچې كې پر يو ترهگريز بريد ټپيان شوي وويل، چې:
پاكستان دولت كه په كراچۍ كې ترهگر له منځه يونسي تر هغې به د دوى پر ضد فعاليتونه ونه دروي .
د كراچى د پوليسو مشر سعود ميرزا په يو ترهگريز بريد كې له ترهگرۍ سره د مبارزې د شپږ پوليسو له وژل كيدو او پنځوس نورو له ټپي كيدو خبر وركړ.
له همدې سره د سيمه ييزو رسينو د رپوټونو له مخې په تېرو څليريشتو ساعتونو كې شا وخوا پېنځلس كسان په كراچى كې د تا وتريخوالي له لامله وژل شوي دي، خو عينې شاهدان او په كراچۍ كې د روغتونونو د رپوټونو له مخې شپږويشت كسان وژل شوي دي.