تازه خبرونه

د پانګوالو تښتونکي به په دار وځړول شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له دې وروسته به د پانګوالو تښتونکي په دار وځړول شي او یا به په اوږد مهاله حبس محکوم شي. ولسمشر اشرف غني چې د چین په بیجنګ ښار کې یې له یو شمېر افغان اوچینايي پانګوالو او سوداګرو سره لیدنه کې وویل، افغانستان د سوداګرۍ تور بازار نه دی او که سوداګر ناقانونه سوداګري وکړي، ور سره به قانوني چلند وشي.

ولسمشر اشرف غني چې چین ته سفر کړی و؛ د خپل سفر په څلورمه ورځ له یو شمېر چینایي او افغان سوداګرو او پانګوالو سره خبرې وکړې. ولسمشر پانګوالو او سوداګرو ته زیان رسول د نه منلو وړ بولي او سړي تښتونکو ته خبرداری ورکوي چې که اختطاف وکړي، په سزا به ورسول شي.

ښاغلی غنی وايي؛ که هر چا یو افغان سوداګر اختطاف کړ، په پنځوس کاله بند یا اعدام به محکوم شي. د نومړي په وینان چې وايي، مونږ کار کوو څو ډاډ تر لاسه کړو چې ژوند، شتمني او پانګه به مو خوندي وي.

دا ناسته د سوداګرو د ننګونو د له منځه وړلو او له موجوده فرصتونو د استفادې لپاره چې څرنګه د کابل او بیجنګ اړیکې پراخې شي، تر سره شوه.

د چینایي مالونو ټیټ کیفیت هغه مساله ده چې افغان سوداګر پرې نیوکه کوي. ټاکل شوې چین په سویلي آسیا کې شل میلیارد ډالره پانګونه وکړی.

کابل- بیجنګ په داسې حال کې په اړیکو کې تازه پاڼه پرانیزي، چې په وروستیو کې دواړو هېوادونو په بیلابیلو برخو کې د همکاریو څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

Trending

Exit mobile version