تازه خبرونه

د پانګې اچونې اداره: د ستندرد په جوړولو سره پانګه اچونه پرمختګ کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

نن د سټندرد د نړیوالې ورځې په غونډه کې ګډونوالو وویل چې، د افغانستان کرنیز او صنعتي محصولات په ستندرد برابر نه دي.

 دوی وویل چې، په ستندرد د محصولاتو د نه برابروالي له کبله سوداګریز بیلانس منفي خواته روان دي. په ښه حکومتوالۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی هم وایي، د توکو د ستندرد کېدلو له پاره باید د ستندرد ملي شورا رامنځ ته شي.

د تلې شپږویشتمه د ستندرد له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په ښه حکومتوالۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وایي له غیر ستندرد توکو او محصولاتو څخه باید مخنیوی وشي او باید د ستندرد ملي شورا جوړه شي.

په ښه حکومتوالۍ کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وايي:      

«زمونږ صادرات باید زیات شي او ستندرد د تنظیم له مخې عملي شي او په محصولاتو کې ستندرد په نظر کې ونیول شي خو واردات هم باید وڅارل شي او غیر ستندرد توکو له واردولو څخه مخنیوی وشي.»

همدا راز د ستندرد د ملي خپلواکې ادارې رییس په صادراتو کې د رکود لامل هم د توکو په ستندرد نه تطبیقول ګڼي.

د ستندرد د ملي خپلواکې ادارې رییس پوپل زی پوپل وايي:

«اوس مهال مونږ ۴۷۱ ستندردونه لرو چې زمونږ اداره د پراخېدو په حال کې ده او د صادراتو له پاره باید ستندردونه په نظر کې ونیول شي.»

له بلې خوا د پانګې اچونې ادارې مرستیال ابراهیم هاشمي وايي د ستندرد په جوړولو سره پانګه اچونه هم ښه کېږي او خصوصي سکتور هم ژمن دی چې په دې برخه کې پانګه اچونه وکړي.

د پانګې اچونې ادارې  مرستیال ابراهیم هاشمي زياتوي:

«زمونږ محصولات د نورو هېوادونو له محصولاتو سره رقابت نه شي کولای ځکه تنظیم شوی ستندرد په کې په پام کې نه نیول کېږي»

دا په داسې حال کې ده چې کورني تولیدات سږ کال د تېرو کلونو په پرتله زیات شوي دي خو د بازارونو د نشتون لامل یې د سندودونو په پام کې نه نیول دي.

خبرياله: نبیله حفیظي

Trending

Exit mobile version