تازه خبرونه
د پانگه اچوونکیو له پاره د پانگونې نوې کړنلاره جوړه شوې
د تېر و کلونو په پرتله په روان کال کي د پانگونې کچه راټیټه شوې؛ خو ایسا اداره د دغه کار علت پر حکومت د خلکو بی باوري بولی.
د پانگونې د ملاتړ ادارې رییس محمد قربان حقجو وایي، له مالیی وزارت سره یی د حمایوي تعروفو، ځمکې، برښنا او د ماشین الاتو په وارداتو د تعروفې د معاف کیدو خبري روانې دي او نورې آسانتیاوي هم په نظرکې شته، چې پانگوالو ته ورکړشي.
نوموړی وایي؛ په بلخ، کابل او کندهار ولایتونو کې د پانگونې د امکاناتو یوه طرح جوړه شوې، چې پربنسټ به ېې پانگوالو ته معرفی شي.
دغه اداره وایي، دې ته ورته طرحی به نورو ولایتونو ته هم برابرې شي.
د نوموړي په وینا؛ مونږه ټولو هغو بنسټونو ته، چې د رقابت امکانات لري؛ ملاتړ زیاتوو او ټول تولیدوونکي د رقابت له پاره هڅوو.
د ایسا اداري مسوولین دغه څرگندوني په داسې حال کي کوي، چې ډېرو پانگوالو په افغانستان کې پانگونه کړې؛ خو دولت د همکارۍ په ځای ورته ستونزي کړې دي.
د دې ادارې د مسوولینو په وینا؛ که دولت ورسره همکاري وکړي کورني تو لیدونکي د دې وړتیا لري ، چي پنځوس سلنه د اړتیا وړ کورني تولیدات پوره کړي.
دغه اداره هیله څرگندوي، چې په روان کال کې به د پانگوني لړۍ بېرته چټکه شي.
خبریال:اسلم حجاب.