تازه خبرونه

د پاکستاني او روسي مشرانو د افغانستان په اړه ټیلیفوني خبرې کړي

Published

on

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې لومړي وزیر عمران خان او د روسیې فډراسیون ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو پر همغږې کړنلارې ټیلیفوني خبرې کړي دي.

دغه راز عمران خان په افغانستان کې د بشري مرستو پر بېړنۍ اړتیا او د اقتصادي بحران پر مخنیوي هم ټینګار کړی دی.

په دې خبرو کې عمران خان په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د امنیت او سوکالۍ لپاره اړین بولي او ټینګار کوي، چې د افغانستان خلک باید په اوسني حال کې یوازې پاتې نشي.

نوموړي په افغانستان کې د بدلیدونکي وضعیت په اړه د دواړو هېوادونو د همغږۍ او نږدې کېدو پر اړتیا هم خبرې کړې دي.

کرملین پرون سې شنبه د وږي ۲۳ په ډاګه کړې: دواړو خواوو د افغانستان د وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړي او د دې هېواد د ثبات لپاره یې د خپلو هېوادونو د عملي کړنو همغږۍ ته لیوالتیا وښودله.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر دا هم څرګنده کړې، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، همغږۍ او د سیمه ییزو مسلو په اړه د ګډ لیدلوري په اړه خبرې کړي دي.

دواړو لوریو پر انرژۍ، سوداګریزو اړیکو او همکارۍ خبرې کړي او یو بل ته یې د نږدې لیدنې بلنه ورکړې ده.

Trending

Exit mobile version