تازه خبرونه

د پاکستانیو عالمانو یو پلاوی کابل ته راغلی

Published

on

د مولانا تقي عثماني پر مشرۍ د پاکستانيو دیني عالمانو یو پلاوی د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ له دې مخکې هم د پاکستان د پوځي او قومي مشرانو او عالمانو یو ورته پلاوي کابل ته سفر کړی و.

د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د اکوړه خټک د حقانیې مدرسې  څخه مولوي انوار الحق او د پاکستان د حکومت د کابینې یوه وزیر هم د دغه اتلس کسیز پلاوي په جوړښت کې دي، چې د دوشنبې پر ورځ (د زمري پر درېیمه ) کابل ته راغلي.

که څه هم د افغانستان د حکومت چارواکي په دې اړه څه نه وايي، چې کابل به د دې غونډې کوربه وي؛ خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي کابل ته د پاکستاني دیني عالمانو راتګ تاییدوي.

بلال کریمي  وايي، چې دا پلاوی به د اسلامي امارت له چارواکو سره  وګوري؛ خو  د پاکستانيو طالبانو او دغه پلاوي ترمنځ د خبرو په اړه د کابل د منځګړتوب په تړاو څه نه وايي.

د پاکستان پوځ هڅه کوي له پاکستانيو طالبانو سره د دایمي اوربند په برخه کې یوې وروستۍ هوکړې ته ورسیږي.

له افغانستان سره په خوا کې د ديورند پر کرښه د قبایلي سیمو بېرته خپل پخواني حالت ته ستنېدل او د خیبر پښتونخوا ایالت د برخې نه ګڼل، د بندیانو خوشې کول، د اسلامي شریعت نافذول او له قبایلي سیمو د پاکستاني پوځ وتل د پاکستانيو طالبانو اساسي غوښتنې دي.

د پاکستان د عالمانو دغه پلاوی په داسې حال کې کابل ته راغلی، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي امیر خان موتقي پر مشرۍ یو پلاوي د تاشکند پر کوربتوب د افغانستان په اړه په یوه دوه ورځني نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.

Trending

Exit mobile version