تازه خبرونه

د پاکستانیو ځواکونو پر توغندیو ۱۷ کونړیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۶, ۱۳۹۹)

د کونړ ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې پاکستانیو پوځونو له تېرو دوه ورځو راپدیخوا  د دې ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ پر اړوند سیمو د درندو وسلو بریدونه کړی، چې په کې شپږ ولسي وګړي وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا په کونړ او ننګرهار کې له ډیورنډ کرښې د پاکستاني ځواکونو د راوښتو او په افغان خاوره کې د ودانیو د جوړیدو راپورونه خپاره شول او په اړه یې د افغان دولت پر ناڅرګند دریځ او غبرګون نیوکې وشوې.

د کونړ ولایت مسوولینو ویلي، چې پاکستانيو ځواکونو د افغان سرتېرو لخوا د پوستو له جوړولو سره په مخالفت کې پر سرکاڼو ولسوالۍ لسګونه توغندي توغولي دي.  

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان لخوا پر ډیورنډ کرښه د پوځي ودانیو جوړول او پر افغان خاوره د توغندیو ویشتل اړیکو ته زیان اړوونکي بولي.

د چارشنبې پر ورځ د ننکرهار امنیتي چارواکو ویلي وه، چې په دې ولایت کې پاکستاني ځواکونه رامخته شوي او د افغانستان په خاوره کې یې دروازې جوړې کړې دي.

پاکستانيو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو پوځونه یې له کلونو راپدیخوا د دیورند پر پوځي کرښه پراته ولایتونه پر توغندیو ولي او پر کرښه د اغزن سیم د لګولو پروژه یې هم نږدې بشپړه کړې ده.

Trending

Exit mobile version