تازه خبرونه
د پاکستانۍ چورلکې عمله خوشې شوې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې په ډاګه شوې؛ د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې د ناستې پاکستانۍ چورلکې عمله، چې ۵ کسه یې پاکستاني او یو یې روسیي و ۹ ورځې وړاندې طالبانو ونیول، چې اوس اسلام آباد ته رسیدلي؛ خو دا نه دي ویل شوي ، چې کله دغه دولت ته وسپارل شول.
د دغه دولت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه افراد د افغانستان او پاکستان په پوله کې تبادله شوي او یوې چورلکې اسلام آباد ته راولیږدول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ خوشې شوي کسان له بشپړې روغتیا برخمن دي.
د پاکستان دولت ویلي وه، چې چورلکه د ترمیم له پاره ازبکستان ته روانه وه، چې د تخنیکي عوارضو له مخې کښته شوې او اور پرې لګیدلی دی.
د انترفاکس خبري آژانس او ځينو پاکستانيورسنیو هم تائید کړې، چې طالبانو د پاکستانۍ چورلکې عمله را خوشي کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د لوګر ولایتي شورا یوه غړي عبدالولي وکیل د جعې په ورځ رسنیوته ویلي وه،چې طالبان د یرغمل شویو کسانو د برخلیک په اړه په خپلو کې اختلافات لري او دا يې رد کړې وه ، چې یاده عمله خوشې شوې ده.