سیمه ییز خبرونه
د پاکستان استخباران غواړي د افغانستان شمال ولایتونو ته د ناامنیو لمن پراخه کړي
د بدخشان والي وايې، د پاكستان استخبارات غواړي، چې په بدخشان كې د وسله والو طالبانو د ملاتړ او پياوړتيا له لارې د هېواد شمال ته د ناامنيو لمن پراخه كړي.
شاوخوا يوه مياشت وړاندې امنيتي ځواكونو د بدخشان په وردوج ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه چاڼيز عمليات پېل كړل، خو په دې ولسوالۍ كې لا هم د وسله والو د فعاليتونو په باب اندېښنې نه دي لرې شوي.
بلخوا په وروستيو اوونيو كې طالبانو د فارياب ولايت په ځينو برخو كې له امنيتي ځواكونو سره نښتې كړې دي.
ويل كېږي طالبان غواړي د هېواد په شمال كې خپل نفوذ زيات كړي.
د كندز والي محمد انور جګدلك كه څه هم دغلته امنيتي حالت د قناعت وړ بولي له لوړپوړو چارواكو غواړي، چې د وسله والو د فعاليتونو د كابو كولو لپاره د هېواد شمال ته سفر وكړي.
تخار، چې بدخشان له كندز سره نښلوي، تېر كال يې په ځينو سيمو كې طالبانو نفوذ درلود. اوس طالبان دغلته منظم حضور نه لري او د تخار والي احمد فيصل بيك زاد په راتلونكې كې هم په دې تړاو اندېښنه نه لري.
بدخشان، چې غرنى ولايت دى، د طالبانو د رژيم له پرځېدو وروسته د سيمې د استخباراتو او القاعده شبكې لپاره د پاملرنې وړ سيمه ده.
په بدخشان کې چارواکی وايې، وردوج ولسوالۍ ته ځكه د مخالفينو پاملرنه زياته ده، چې دا سيمه د ورېښمو د لويې لارې په مسير كې ده.
دوی زیاتوي، د سيمې استخبارات دغلته د ناامنيو تر شا لاس لري.
د دوی په وېنا، كه په بدخشان كې د مخالفينو مخه ونه نيول شي، د وخت په تېرېدو سره به د افغانستان د شمال سيمو زياتې برخې زيانمنې شي.