تازه خبرونه
د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې ګډ کمیسیون جوړ شي – مولانا فضل الرحمن
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان او افغانستان له حکومتونو غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې د ستونزو د اواري لپاره یو ګډ کمیسیون جوړ شي.
نوموړي د یکشنبې پر ورځ په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال څرګنده کړې، چې د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند پهدې اړه هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
دغه غږ په داسې حال کې راپورته شوی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي مسلو پر سر تاوتریخوالی او ناندرې رامنځته شوې دي.
پاکستانیو چارواکو ادعا کړې، چې په پاکستان کې بريدونه د افغانستان له خاورې ترسره کیږي؛ خو اسلامي امارت دغه ادعاوې تل رد کړې دي.
د ناندرو او تاو تریخوالي په وروستۍ پېښه کې د پاکستانيو او افغان ځواکونو ترمنځ شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د تورخم دروازې ته څېرمه د یوې پوستې د جوړولو پر سر نښته شوې وه، چې له کبله یې دغه لار د ۹ ورځو لپاره وتړل شوه.
